د صوابۍ دېوال ختونکي یاسین علي نړیوالې سیالۍ ګټلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د صوابۍ د پرمولو کلي یاسین علي د بې وزله کورنۍ غړی دی خو پر دې سربېره یې پر دېوالونو او ګټو د ختلو لوبه زده کړې او پر ملي او نړیوال کچ یې انعامونه ګټلي. د کورونا وایرس له وجې د ورزش ځایونه تړلي دي چې له وجې یې نوموړی اوس په کلي کې په دېوالونو خېژي او ورزش کوي. یاسین علي لوبه څنګه پیل کړه او تر اوسه یې څومره سیالۍ ګټلي؟ د دې ځواب په ویډیويي رپورټ کې.