د پښین ځوانان د کاکي په لوبه وخت تېروي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې د کورونا وایرس د مخنیوي په موخه ټولبند (لاکډاون) دی چې له وجې یې له لویو ښارونو څخه خلک خپلو پلرنیو سیمو ته ستانه شوي. په کراچۍ کې کارکوونکي ځوانان چې اوس په پښین کې اوسي وايي، زړه یې تنګ شوی نو ځکه یې د تفرېح لپاره د کاکي لوبه پیل کړې. ورسره دوی خپلو کاروبارونو هم اندېښمن کړي او وايي، که تر ډېره تړلي ول، ښايي زښت تاوان وویني. نور په ویډیويي رپورټ کې.