د کورونا وایرس څارنې نوي اېپ هسپانویان ډارولي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خلکو څارنې لپاره ټېلېفون ټرېکنګ اېپ په جنوبي کوریا کې ښې نتیجې ورکړي خو په سپېن کې یې ځینې خلک اندیښمن کړي او دا ګني چې د دوی له ویرې او مایوسۍ به حکومت ناوړه ګټه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په مېډرډ کې څو اونیو وړاندې د دې باوجود په زرګونو خلک د ښځو مارچ له راوتل، چې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره ورته له یو بله جدا اوسېدو ویل شوي وو.
هغه وخت دا خطر ډېر لرې ښکارېده خو اوس سپېن د دې ناروغۍ یو مېدان جوړ شوی دی. په دې هکله تفصیل دې ویډیو کې چې منور شاه برابر کړې ده.