د امریکايي خبریال په وژنې تورن کس د مرګ سزا په اووه کلن بند واوښته

امريکايي خبريال ډېنيېل پرل

پراګ - د پاکستان يو عدالت د امريکايي خبريال ډېنيېل پرل د وژنې په تور نيول شوي کس د مرګ سزا ختمه کړې ده.

پر احمد عمر سعيد شېخ تور و چې په ۲۰۰۲م کال کې يې په کراچي کې د وال سټريټ جورنال ورځپاڼې دغه خبريال تر تښتولو وروسته وژلی و خو سيند هايکورټ د اپريل پر دويمه عمر شېخ يواځې د تښتونې په جرم ککړ وګرځوئ او د هغه د مرګ سزا يې په اووه کلن بند واړول. بلخوا عدالت د پرل په وژنه تورن د درو نورو کسانو د خوشي کولو امر هم وکړ.

د تورنو کسانو وکيل خواجه نويد نن په کراچي کې تر عدالتي پرېکړې وروسته خبريالانو ته وويل چې ۲۰ کاله وروسته ثابته شوې چې د پرل د وژنې په تور نيول شوي دغه ټول کسان بېګناه ول او د دوی پر ضد هېڅ ثبوت عدالت ته وړاندې نه کړل شو.

په پاکستان کې د سړي تښتونې سزا اووه کاله بند دی. خواجه نويد ويلي چې عمر شېخ په بند کې وار له مخه تر اوو کلونو زياته موده تېره کړې نو حکومت به د ده د زياتې تېرې شوې بند سزا ازاله کوي.

ډېنيېل پرل څوک و؟

۳۸ کلن ډېنيېل پرل د امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ جورنال د سوهېلي اسيا څانګې مشر خبريال و. نوموړی په امريکا کې د ۲۰۰۱م کال د سېپټمبر ۱۱مې تر ترهګرو بريدونو وروسته کراچي ته تللی و. هلته د ۲۰۰۲م کال د جنوري پر ۲۳مه وتښتول شو. تر دې څلور ورځې وروسته "د پاکستان د خپلواکۍ د بحالۍ لپاره ملي خوځښت" په نوم يو تنظيم پيغام خپور کړ چې که په يو شواروز کې په ګوانتانامو کې بند پاکستانيان خوشي نه شول او پاکستان ته اېف ۱۶ ډوله جنګي الوتکې ورنکړل شوې نو ډېنيېل پرل به ووژني.

تر دې وروسته د ۲۰۰۲م کال د فبروري پر ۲۱مه پاکستاني چارواکو يوه ويډيو تر لاسه کړه چې د پرل وژل پکې ريکارډ شوي و. وروسته د همدې کال په مې مياشت کې په کراچي کې په يوه کنده کې يو سر پرې کړی مړی وموندل شو چې تر ډې اېن اې ازموينې وروسته په ډاګه شول چې همدا ډېنيېل پرل دی.

د ډېنيېل پرل د وژنې پلټنې:

د پاکستاني پوليسو د پلټنو پر مهال په بريتانيه کې د زېږېدلې عمر شېخ نوم مخې ته راغلی. د کراچي پوليسو په لاهور کې د هغه د نيولو پلټنې پيل کړې خو بريالي نشول. د ۱۰ ورځو تر پلټنو وروسته عمر شېخ ځان خپله پوليسو ته وسپاره.

پر نوموړي سربېره د کراچي پوليسو هلته د فهد نسيم، سلمان ثاقب او شېخ عادل په نوم درې نور کسان هم د پرل د وژنې په تور ونيول. تر هغه وروسته د حيدراباد ترهګرۍ ضد عدالت په ۲۰۰۲م کال کې شېخ عمر ته د مرګ سزا او دريو نورو تورنو ته د عمري بند سزا واورول.

د ۲۰۱۱م کال په جنوري کې د واشنګټن ډي سي په جارج ټاون پوهنتون کې د "پرل پروژې" تر درو کلنو څېړنو وروسته راپور خپور کړ چې پکې ويل شوي و ډېنيېل پرل د ۱۱م سېپټېمبر د ترهګرو بريدونو تورن طراح خالد شېخ محمد لخوا وژل شوی، نه چې د عمر شېخ لخوا. خالد شېخ محمد په ۲۰۰۳م کال کې په پاکستان کې ونيول شو او دا مهال په ګوانتانامو کې زنداني دی.

احمد عمر سعيد شېخ څوک دی؟

احمد عمر سعيد شېخ په ۱۹۷۳م کال کې په لندن کې په يوه پاکستانۍ کورنۍ کې زېږېدلی. د راپورونو له مخې نوموړی په ۱۹۹۲م کال کې بوسنيا او بيا وروسته افغانستان ته هم تللی و.

عمر شېخ په ۱۹۹۴م کال کې د هند په سرښار نوي ډيلي کې درې بريتانويان او يو امريکايي وګړی وتښتوی او د دوی د خوشي کولو په بدل کې يې له هندي زندانه د ۱۰ کشميري مشرانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه. د نوموړي دا پلان ناکامه شو او هغه د پوليسو د عملياتو پر مهال ژوبل شو او بيا بندي کړل شو.

بيا چې کله په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۹۹م کال کې د هند يوه مساپر وړونکې الوتکه د نيپال له سرښار کټمنډو څخه د نوي ډیلي پر لور روانه وه نو کندهار ته وتښتول شوه. د الوتکې د مساپرو د خوشي کولو په بدل کې برمته ګرو په هند کې د زنداني وسله والو مولانا مسعود اظهر، مشتاق زرګر او عمر شېخ د خوشي کولو غوښتنه وکړه چې دا عمل سرته ورسول شو او درې واړه خوشي شول.

بلخوا د پاکستان پخواني واکمن جنرل پروېز مشرف په ۲۰۰۶م کال کې په خپل کتاب "اِن د لاين اف فاير" کې ليکلي چې د بريتانيې استخباراتي ادارې اېم ای سيکس عمر شېخ هغه وخت ګومارلی و کله چې هغه په لندن سکول اف اکنامکس کې درس وايه. نوموړی ليکي چې د عمر شېخ له لارې په لندن کې پر بوسنيا د سربيانو د تېري پر ضد مظاهرې جوړې شوې، ان دا چې بريتانوي استخباراتو هغه کوسوو ته د جهاد لپاره هم ولېږی.