تمه ده چې د افغان طالبانو یو پلاوی د لومړي ځل لپاره کابل ته ولاړ شي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین کابل ته د طالبانو د یوه پلاوي د سفر خبر تاییدوي او وايي، دا پلاوی چې ۱۵ غړي لري نن جمعه [د مارچ ۲۷مه] د کابل پر لور خوځېږي.
شاهین تېر ماښام [د مارچ ۲۶مه] مشال راډیو ته وویل چې د طالبانو پلاوی به له افغان حکومت سره یواځې د بندیانو د خوشې کولو په اړه له تخنیکي پلوه خبرې وکړي.
نوموړی زياتوي چې دا پلاوی به بګرام ته ځي څو د هغو بندیانو چې خلاصېږي تصدیق او تایید وکړي. د نوموړي په وينا دا بینالافغاني مذاکرات نه دي."
په همدې حال کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت بالاخره تېره شپه [د مارچ ۲۷مه] له طالبانو سره د مرکچي پلاوي ترکیب اعلان کړ. دا پلاوی ۲۱ غړي لري او د ملي امنیت پخوانی مشر معصوم ستانکزی یې مشر دی.
۱. معصوم ستانکزی
۲. فاطمه ګېلاني
۳. نادر نادري
۴. عبدالمتین بېک
۵. فوزیه کوفي
۶. ضرار احمد مقبل
۷. عبدالهادي ارغندېوال
۸. محمد رسول طالب
۹. حبیبه سرابي
۱۰. غیرت بهیر
۱۱. محمد حفیظ منصور
۱۲. غلام فاروق مجروح
۱۳. مولوي عنایتالله بلیغ
۱۴. باتور دوستم
۱۵. کلیمالله نقیبي
۱۶. محمد ناطقي
۱۷. جنرال ایوب انصاري
۱۸. شهلا فرید
۱۹. شریفه زرمتي
۲۰. خالد نور
۲۱. امین احمدي
مطبوعاتي اعلامیه د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي د ټاکلو په اړهhttps://t.co/mv6wpmtLRO...............اعلامیه مطبوعاتی در مورد تعیین هیئت مذاکرهکننده جمهوری اسلامی #افغانستانhttps://t.co/rk6cdCo6Lu#AfgPeaceProcess pic.twitter.com/n2tJ29AW9Q
— State Ministry for Peace (@SMP_AF) March 26, 2020
خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وویل، بینالافغاني خبرې به د ۵۰۰۰ طالب بندیانو تر خوشې کېدو وروسته پیل شي.
ټاکل شوې وه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې له مخې بینالافغاني خبرې د مارچ په ۱۰مه نېټه پیل شي، خو د بندیانو د خوشې کېدو او د حکومت د مرکچي پلاوي د غوره کولو په بهیر کې د ځنډ له کبله دا خبرې تر اوسه ځنډېدلې دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي دي چې د طالبانو ۱۰۰ بندیان به د مارچ پر ۳۱مه په مشروط ډول خوشي کړي.
په دې اړه د حکومت او طالبانو ترمنځ د مارچ پر ۲۵مه د وېډیو کنفرانس له لارې په دويمه غونډه کې موافقه وشوه.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په یو وېډیويي پیغام کې چې پرون خپور شو وویل، طالبانو منلې چې په نږدې راتلونکي کې په هېواد کې دننه له حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هم ومنله چې په لومړي ګام کې به د دوی ۱۰۰ بندیان خلاصېږي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مارچ پر ۲۵مهپر ټویټر په یو بیان کې وویل افغان حکومت او طالبانو موافقه کړې ده چې له دواړو خواوو د بندیانو خوشې کېدل به د مارچ له ۳۱مې نېټې څخه پیلېږي. خلیلزاد په دې برخه کې پرمختګ مثبت بللی دی.