اورکزو برید کې دوه پولیس وژل شوي

چارواکي وايي، په اورکزو کې نامالومو وسله والو دوه پوليس وژلي او يو يې زخمي کړی دی.

پوليسو د مارچ پر ۱۹ مه مشال راډیو ته وويل چې وسله واله بېګاه شاوخوا ۱۱ بجې په مامور پوسته حمله وکړه.

پېښه په تورسمت سيمه کې شوې او د پوليسو په خبره بريدګر په تېښته کې بريالي شوي دي.

تر اوسه هېچا د حملې ذمه واري نه ده منلې.