ټرمپ وايي کورونا وایرس به یې انتخاباتي کمپاین ټکنی نه کړي

امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې په سرښار واشنګټن کې د يو کورونا وايرس مریض د څرګندېدو سربېره هم اندېښنه نه لري او خپل انتخاباتي کمپاين غونډو ته به دوام ورکړي.

چارواکو ويلي چې له بهره واشنګټن ته ورستون شوی يو امريکايي وګړی په کورونا وايرس اخته شوی چې درملنه یې روانه ده.

تر دې مخکې چارواکو ويلي وو چې په هغه انتخاباتي غونډه کې هم يو سړی په کورونا وايرس اخته وو چې ولسمشر او مرستيال ولسمشر پکې ګډون کړی خو دغه کس هغوی ته نږدې نه دی ورغلی نو ځکه هغوی روغ رمټ دي.

بلخوا په نيويارک کې بيړنی حالت اعلان شوی دی.

له چينه پېدا شوې کورونا وايرس، تر دې دمه په امريکه کې ۱۹ کسان وژلي دي. همداراز په اټالیا کې د کورونا وايرس له وجې د ۲۳۳ کسانو تر وژل کېدو وروسته، د هېواد په شمال کې ځيني ښارونه قرنطين کړل شوي دي.

د ۲۰۱۹ کال ډېسېمبر مياشتې راهيسې، د نړۍ په بيلابېلو هېوادونو کې د مارچ تر اتمې نېټې پورې له سلو زرو ډېر خلک پر دې وايرس اخته شوي او ۳۶۰۰ يې وژلي دي.