ټرمپ وايي، د طالبانو د مشر دنده سخته ده

ټرمپ وايي، د طالبانو د مشر دنده سخته ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وسله وال طالبان (جنګیالي) بللي او ویلي یې دي چې د دې سختدريځې ډلې مشر ګرانه دنده لري چې له پرتشدده بريدونو څخه د دغو وسله والو د راګرځولو هڅه کوي.

ولسمشر ټرمپ د مارچ پر پنځمه له فاکس نیوز ټېلېويژن سره د سوال ځواب په يوه ناسته کې طالبانو ته په اشاره وویل چې هغوی جنګیالي دي او له [زرګونو کلونو] راهیسې دا کار کوي.

نوموړي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني بردار په حواله وویل: "د هغه د رهبرۍ دنده اسانه نه ده".

ولسمشر ټرمپ وويل، په افغانستان کې ډېرې قبیلې دي او طالبان پر هغوی په کنټرول لرلو کې مشکل لري.

ټرمپ د مارچ پر درېیمه ویلي و چې له ملا بردار سره یې ټېلېفوني خبرې [ډېرې ښې] وې. هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ويلي ول چې هغوی پر دې سلا شوي چې بايد هېڅ تشدد و نه شي.