په ایران کې د فبرورۍ پر ۲۱مه، ماخوستن د رایو مرکزونه وتړل شول.
د ایران د ټاکنو ادارې درې واره د رايې ورکولو وخت تمدید کړ څو ډېر خلک د رایې اچولو موقع پېدا کړي.
لومړنۍ پایلې به د فبرورۍ پر ۲۲مه معلومې شي خو وروستۍ پایله به یې د دوشنبې په ورځ اعلانېږي.
په ایران کې ۷۱۴۸ کسانو ته اجازه ورکړ شوې وه چې ځانونه کاندید کړي او نږدې ۹۰۰۰ وګړي له کاندیدۍ منع شوي وو.
د کاندیدانو لېست د ایران د اسلامي رژیم د سختدریځې شوراي نګهبان د یوې څارونکې ډلې تر نظر تېر شوی و او له دې کبله زرهاوو داسې کاندیدان چې د اصلاحاتو ملاتړ یې کاوه، له لېسته وایستل شول.
د ایران اوسني پارلېمان ۹۰ غړي هم په کاندیدانو کې و چې د شورای نګهبان پلاوي یې کاندیدي رد کړه.
په ایران کې ۵۸ میلیونه وګړي د رایې ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي دي.