یونیسکو وايي، تعلیم په مورنۍ ژبه

د مورنیو ژبو نړیوالې ورځې لمانځلو ایډیا د بنګله دېش نوښت وو. په ۱۹۹۹ز کال د یونیسکو عمومي غونډې یې منظوري ورکړه او له ۲۰۰۰ کال راهیسې په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.

د یونیسکو په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د پایدارو ټولنو لپاره د کلتور او ژبو ګڼرنګي ډېر لوی ارزښت لري. په دغه لیکنه کې کې راغلې، په نړۍ کې ژبې ډېرې په چټکۍ سره په ورکېدو دي. په نړۍ کې ۴۰ سلنه وګړي په هغه ژبه کې زده کړې نه شي کولی چې دوی پرې ښه پوهېږي.

دا هم وګورئ: که مو مورنۍ ژبه وبایله له مېندو به بېل شو. خادم حسین

یونسیکو وايي، که ابتدايي ښوونځی د مورنۍ ژبې تر چوکاټ لاندې په ګڼ-ژبي تعلیم دود شي نو زده کړه ډېره وده مومي. ګڼژبنۍ او ګڼکلتورۍ ټولنې په خپلو ژبو پايي او له یوې پایدارې لارې خپل دودیز علمونه او کلتورونه لېږدوي او خوندي کوي. ځکه خو یونیسکو په ۱۹۹۹ز کال د یوه پرېکړه لیک په منظورولو دا وړاندیز وکړ چې د زده کړو لپاره دې لږ تر لږه درې ژبې وکارول شي. په تعلیم کې دې په لومړي سر کې مورنۍ ژبه، بیا سیمه ییزه ژبه یا ملي ژبه او یو جهاني ژبه دود شي.

که دې فارمولې ته وګورو نو په پښتونخوا کې پښتنو بچیانو ته په خپله مورنۍ ژبه پښتو، په ملکي ژبه اردو او یوه نړیواله ژبه انګلیسي تعلیم ورکول پکار دي. خو په پاکستان کې سرچپه کیسه ده. اول تعلیم په انګرېزۍ ژبه دی، بیا په اردو او پښتو خو ګرسره په حساب کې نه راځي.

یونیسکو وايي، په مورنۍ ژبه بنیادي تعلیم د زغرده فکري او علمي ودې کیلۍ ده. د مورنیو ژبو ژغورنه زموږ د جهاني کلتورونو او طبعي میراثونو خوندیتوب دی.

دا هم وګورئ: مورنۍ ژبه مو له خپلې خاورې سره پیوستون جوړوي

دا وخت د پاکستان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند صوبې په کراچۍ کې څه نا څه ۵۰ میلیونه پښتنو وګړیو ماشومان په خپله پښتو ژبه کې له زده کړو محرومه دي. ځکه خو د پاکستان په تېر څه باندې ۷۰ کلن تاریخ کې نه موږ تکړه لیکوالان وموندل او نه مو هم په ساینس کې ځلنده پرمختګ ولید. د دې شاتګ لوی علت له خپلې ژبې لیرېوالی دی.

ځکه خو له خپلې ژبې د دې لیرېوالي او محرومۍ پرضد په ډاکه کې بنګالیو زده کوونکیو په ۱۹۵۲ز کال په مشرقي پاکستان یانې اوسني بنګله دېش کې په خپله مورنۍ ژبه بنګله کې د زده کړو لپاره لاریون کاوه. دوی د پاکستان سرکارۍ ژبې اردو په مخالفت او د بنګالۍ ژبې په حق کې مظاهره کوله.

دا هم وګورئ: پردو ژبو کې زده کړه کول ګرانه ده

اردو ژبه په ۱۹۴۸ ز کال په مارچ میاشت کې د پاکستان ګورنر جنرل محمد علي جناح د ملک یوازنۍ قومي ژبه اعلان کړه خو هغه وخت د بنګال صوبې (چې په ۱۹۷۱م کال یې د بنګله دېش په نامه له پاکستانه خپله ازادي اعلان کړه او اوس یو خپلواک هېواد دی) اوسيدونکيو یې د جناح پرېکړې پرضد لاريونونه شورو کړل او غوښتنه یې کوله چې بنګالۍ ژبه دې د سرکار، کار، نصاب او زده کړو ژبه شي خو پاکستانيو پوليسو د ۱۹۵۲ کال د فبرورۍ پر یويشتمه (۲۱) پر هر هغه سوله ييز لاريون ډزې وکړې او د ډاکې پوهنتون ځینې شاګردان يې ووژل