د پښتو زياتره نوې سندرې لنډعمرې وي: پردېسي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ خپرونې مېلمه مو سندرغاړی انتظار علي پردېسي دی. دی د خيبر پښتونخوا د نوښار او د نوميالي موسيقار او تبله غږوونکي ارواښاد فضل ربي پردېسي زوی دی. پردېسي وايي، ماشوم وو چې له خپل پلار سره به سټوډيو ته تللو او د وخت نوميالي سندرغاړي ګلنار بېګم، کشور سلطان، معشوق سلطان او خيال محمد يې له نېږدې ليدلي او اورېدلي دي. پردېسي له سندرې ويلو سره سره پښتو فلمونو ته موسيقي هم جوړوي. د ده خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.