د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ورته په ټیلیفوني خبرو کې له طالبانو سره د سولې خبرو کې د پام وړ پرمختګ یادونه کړې ده.
پومپیو په سېشنبه ناوخته له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه ریس عبدالله عبدالله ته په دې اړه جلا جلا زنګونه وهلي دي.
ولسمشر غني بېګا په خپل ټویټر لیکلي: "' د پامپیو په ټېلېفون خوښ یم چې له طالبانو سره یې د سولې په روانو خبرو کې د پام وړ پرمختګ خبر راکړ. وزیر پمپیو راته په تاو تریخوالي کې د پام وړ او تلپاتې کموالي راوستلو په تړاو د طالبانو د وړاندیز په هکله معلومات راکړل. ''
Today, I was pleased to receive a call from @SecPompeo, informing me of the notable progress made in the ongoing peace talks with the Taliban. The Secretary informed me about the Taliban’s proposal with regards to bringing a significant and enduring reduction in violence.
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) February 11, 2020
ولسمشر غني دا ډاډ څرګند کړی چې راتلونکي اقدامات به په داسې شکل اداره شي چې په ټوله کې به د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.
روېټرز اژانس لیکلي د افغان ولسمشر غني وروستي ټویټونه ښيي چې په قطر کې د امریکا-طالبانو په خبرو کې ممکنه پرمختګ رامنځته شوی ځکه مخکې د زیات تاوتریخوالي د کمښت د غوښتنې په خاطر دا خبرې له یوه بن بست سره مخ وې.
امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د تړون یوه مهمه برخه د تاوتریخوالي په ډېر کمښت تړلی بولي.
روېټرز اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند په حواله لیکلي چې په قطر کې له طالبانو سره د امریکا خبرې د تاوتریخوالي د کمښت په جزیاتو روانې دي.
امریکا په افغانستان کې شااوخوا ۱۳ زره پوځیان لري.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې غواړي خپل پوځیان بېرته کورونو ته ستانه کړي.
هغه دا خبره وروستی وار تېره سېشنبه په خپله کلنۍ وینا کې کانګرس ته وکړه.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د سولې په خبرو کې له شویو پرمختګونو د با خبره مقاماتو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولې یو مشروط تړون تایید کړی چې په اساس به یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تدریجي وتل پيلېږي.