د اذرباييجان پوليسو تر٢٠ زيات سياسي مخالفين او خپلواک کانديدان نيولي دي.
نيول شويو کسانو د اذرباييجان د وروستيو پارلېماني انتخاباتو پر نتيجو چې نړيوالو څارونکو هم ورباندې نيوکې کړې، مظاهره کوله.
په شړيو کې پېچل شويو مظاهرچيانو د فبرورۍ پر ۱۱مه د اذرباييجان د انتخاباتو مرکزي کميسيون د دفتر مخې ته پرلت وهلى و چې د بلوا ضد پوليسو ټول پرلتوال ونيول او بسونو ته يې واچول.
د کورنيو چارو وزارت وياند احسان زاهدوف ويلي، دا غېرقانوني عمل و او احتجاج کوونکو قانون نه و مراعت کړی.
د ټاکنو مرکزي کميسيون په حواله واکمن ګوند ((نوي اذرباييجان)) د يوستوي پارلېمان په ١٢٥ څوکيو کې ٧٠ څوکۍ ګټلې دي.
نورې څوکۍ وړو ګوندونو او هغو خپلواکو کانديدانو ته رسېدلي چې ولسمشر الهام علييف ته وفادار دي.