د محمد محقق زوی باقر محقق ووژل شو

باقر محقق د خپل ورور په ډزو وژل شوی.

د کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل وايي، د فبرورۍ په نهمه، د اجرایه رییس د دوهم مرستیال محمد محقق په کور کې په ډزو یو کس وژل شوی او اته نور ژوبل شوي دي.

وژل شوی تن د محمد محقق زوی باقر محقق دی.

د محمد محقق سکرتر عصمت الله خنجري مشال راډیو ته وویل، باقر د خپل ورور حسین محقق په ډزو وژل شوی دی.

خنجري وايي، حسین محقق نفسیاتي ناروغي درلوده چې ناببره یې په ډزو لاس پورې کړی.

د کابل امنیه قوماندان وايي پولیسو د پېښې پلټنه پیل کړې او ژوبل تنان روغتون ته رسول شوي دي.

تر اوسه مشال راډیو ته دا نه ده معلومه چې ژوبل شوي تنان څوک دي او روغتیايي وضعیت یې څنګه دی؟