په زندان کې پر منظور پښتين څه تېريږي؟

منظور پښتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ بندي مشر منظور پښتين وکيل وايي هغه په ډېره اسماعيل خان مرکزي زندان کې په ډېر بد حالت کې ساتل کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ بندي مشر منظور پښتين وکيل وايي، هغه په ډېره اسماعيل خان مرکزي زندان کې په ډېر بد حالت کې ساتل کېږي.

شهاب الدين خټک د فبرورۍ په څلورمه مشال راډيو ته وويل چې لا تر اوسه عدالت منظور پښتين ته سزا نه ده اورولې نو هغه بايد د مرکزي زندان پرځای په حوالات کې وساتل شي.

نوموړي زياته کړه: ''له منظور پښتین سره هېڅوک ملاقات ته نه پرېږدي. په داسې ځای کې يې ساتلی دی چې ډېر تنګ دی. داسې ځای د ترهګرۍ او نورو سنګينو جرمونو په تور نيول شویو خلکو لپاره وي. دا کار په ډېرو حوالو غلط دی. د پاکستان جېلونو اصول د دې اجازه نه ورکوي ځکه چې منظور پښتین ته تر اوسه عدالت سزا نه ده اورولې.''

منظور چې په کومه کوټه کې ساتل شوی، هغه درې ګزه اوږده او درې ګزه ساره (پراخوالی) لري. ليټرين (د متيازو کولو ځای) هم په همدې کوټه کې وي.
عبدالله ننګيال


منظور پښتين د جنورۍ په ۲۷مه د رياست خلاف ګډوډۍ جوړولو او کينې خورولو په تور نيول شوی دی.

د هغه وکيل، شهاب الدين خټک زياته کړه چې د يوه سياسي قیدي په توګه بايد منظور پښتين ته د کتاب او ورځپاڼې د لوست ازادي وي چې نه ده ورکړل شوې. د هغه په وینا د پښتين د بشري حقونو تروړلو مسله به په عدالت کې راپورته کوي.

د ډېره اسماعيل خان د مرکزي زندان محرر محمد سليم له مشال راډيو سره په خبرو کې ومنله چې له منظور پښتين سره د جمعې په ورځ ملاقاتونه و نه شول خو زياتوي چې دوی نه پر هغه بندیزونه لګولي او نه یې هم حق خوړل شوی دی.

نوموړي زياته کړه: ''د جمعې په ورځ خلک ملاقات ته راغلي ول خو منظور پښتين عدالت ته تللی وو نو بيا یې هلته ملاقات وشو. موږ هغه ځکه يوازې ساتلی چې په زندان کې پرې څوک حمله و نه کړي او نقصان ورته و نه رسوي. دا شکنجه نه ده. هغه کولی شي اخبار ولولي. د ريډيو اورېدو اجازت هم شته دی. که کورنۍ ورته د خوراک څه راوړي، هغه هم موږ ورکوو. نور خو يې کور ته نه شو لېږلی.''

د منظور پښتين حقونه خوندي دي. د جمعې په ورځ د هغه سره ملاقات کېدلی شي
محرر محمد سليم

د منظور پښتين د مقدمې اورېدنه به د فبرورۍ پر اوومه نېټه کېږي. د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې نور غړي هم په زندانونو کې په داسې وړو کوټو کې ساتل شوې دي. په دوی کې يو عبدالله ننګيال هم وو چې ډېره موده یې په زندان کې تېره کړې او اوس مهال په ضمانت خوشي شوی دی.

هغه مشال راډيو ته د دې کوټو داسې تشريح وکړه: ''د دې کوټې درې ګزه اوږده او درې ګزه ساره (پراخوالی) وي. ليټرين (د متيازو کولو ځای) هم په همدې کوټه کې وي. ځينې وخت پکې درې کسان هم اچول کېږي. څوک ملاقات ته نه ورپرېښودل کېږي. د کتاب او ورځپاڼې لوستو اجازه نه وي.''

پښتون ژغورنه غورځنګ د غېب کړل شوو کسانو عدالت ته حاضرول، د هدفي وژنو بندېدل، پر قدرتي وسايلو د خلکو واک، د ماورای عدالت قتلونو ودرول او له وسله والو ډلو سره د پاکستاني پوځ د اړيکو پرې کول غواړي. د پاکستان پوځ په وار وار دا تورونه رد کړي او دغه غورځنګ د نورو د ګټو لپاره په کار کولو تورنوي. غورځنګ دا ردوي او وايي دوی د پاکستان آيين مطابق حقونه غواړي. د پوځ دريځ دی چې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې يې دومره قربانۍ ورکړې چې اوس په قبایلي سيمو کې امن دی.