چین وايي کرونا وایرس ۳۰۰ نه زیات کسان وژلي

چین کې کرونا وایرس سلګونه کسان وژلي، زرګونه یې اغېزمن کړي دي.

چارواکي وايي، په چین کې د کورونا وایرس له وجې د وژلو شویو کسانو شمیر له ۳۰۰ پورته شوی دی.

دا په داسي حال کې ده چې ډيرو هېوادونو د کورونا وايرس لومړي کيسونه راپور کړي. بلخوا زياترو هېوادونو چين ته سفري بنديزونه هم لګولي چې مقصد يې د وايرس مخنيوی کول دي.

د چین روغتیايی چارواکو د فبرورۍ په دویمه نېټه وویل چې لږ ترلږه ۳۰۴ کسان د یاد وايرس له وجې مړه شوي او نږدې ۱۴ نیم زرو نورو کسانو کې د کورونا وايرس تصديق شوی دی.

بلخوا فلپایني چارواکو نن تایید کړه چې هلته یو تن چې له چینه ستون شوی وو، د کورونا وایرس له وجې مړ شوی دی. یاد کس د چین د وووهان ښار اوسیدونکی وو او د چارواکو په وینا داسې برېښي چې هغه به فېلپاین ته له رسېدو وړاندې په کورونا وایرس اخته شوی وو.

روسیې، برتانیې او سویډن په خپلو هیوادونو کې د کورونا وايرس د کيسونو راپور راپورونه ورکړي دي.

بلخوا د صحت نړيوالې ادارې په دې لړ کې بيړنی حالت هم اعلان کړی دی.