منظور پښتین په ۱۴ ورځني رېمانډ پولیسو ته وسپارل شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پېښور یوه عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جنورۍ پر ۲۷مه د پلټنو په موخه د ۱۴ ورځو لپاره پولیسو ته وسپاره او د ده نور نیولي ملګري یې خوشې کړل. د پېښور پولیسو دوی د پیشلمي پر مهال نیولي ول او وايي، پر منظور یې د نقض امن په ګډون یو شمېر دفعې لګولې دي.