په چین کې یو نوی وایرس لګېدلی چې د چارواکیو په خبره د ساه اخیستو پر نظام حمله کوي او تر اوسه یې نېږدې نهه کسان وژلي دي.
داسې شواهد هم موندل شوي چې دا وایرس یوه بل ته له ساه لګېدلی شي.
د چین روغتیا قامي کمېشن مرستیال مشر لي بین د جنوري پر۲۲مه خبریالانو ته وویل چې دغه وایرس د چین مرکزي ښار ووهان څخه خور شوی دی او ۱۴۹ نوي کسان يې اغیزمن کړي دي.
امریکايي چارواکیو هم یوه ورځ وړاندې د واشنګټن په یو اوسېدونکي کې د دې وایرس تصدیق کړی دی.
دغه امریکايي د جنورۍ پر ۱۵مه له چین ووهان ښار راستون شوی وو.
په تاېلینډ، جاپان، تایوان او جنوبي کوریا کې هم د وایرس شتون په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
اسټرالیا د جنورۍ پر۱۸مه اعلان کړی چې له چین څخه راتلونکو مسافرو د وینې نمونې به اخلي. او د امریکا په سانفرانسسکو، لاس اینجلس او نیویارک کې په هوايي ډګرونو هم د وایرس موندلو لپاره د مساپرو د وینې نمونې اخستل کېږي.