د کوټې اوسېدونکي وايي حکومت دې ژر تر ژره د ګېس کمی پوره کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کوټې اوسېدونکي ګېس غواړي

د بلوچستان صوبې د اسمبلۍ د کوټې ضلعې غړو د جنورۍ پر ۱۸مه د ډپټي کمېشنر په دفتر کې د یوې غونډې پر مهال حکومت ته دړکه وکړه چې که د ګېسو د لوډشیډنګ او کم فشار مسله یې حل نه کړه نو د اسمبلۍ مخې ته به د احتجاج په ډول پرلت وغځوي.

له کوټې ضلعې سره تړاو لرونکي د بلوچستان اسمبلۍ غړي وايي، حکومت ته د جنورۍ تر ۱۹مې وخت ورکوي چې د خلکو ستونزه دې هواره کړي کنه نو هغوی به د اسمبلۍ په مخکې احتجاجي ناسته پیل کړي.

د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شهواني وايي، د بلوچستان وزیراعلا جام کمال په دې اړه د پاکستان وزیر اعظم عمران خان سره خبرې کړي او هغوی تمه لري چې دا ستونزه به زر هواره شي.