د برتانیې ولسي جرګې د جنورۍ پر نهمه د هغې قانوني مسودې په حق کې رایه ورکړه چې حکومت ته له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره د موافقې عملي کولو واک ورکوي.
د جرګې ۳۳۰ غړیو د مسودې په حق او ۲۳۱ یې په مخالفت کې رایې ورکړې.
د دې قانوني مسودې له عملي کېدو سره به برتانیا لومړی هېواد شي چې له اروپايي ټولنې څخه ووځي.
دا کار په ډېسېمبر کې د وزیر اعظم بورېس جانسن په مشرۍ د محافظه کارانو ګوند د انتخاباتي بریا له وجې ممکن شو.
له اروپايي ټولنې څخه د وتلو د موافقې مسوده به راتلونکې اوونۍ د بحث لپاره د مشرانو جرګې ته وړاندې شي.
د مشرانو جرګه د ولسي جرګې مسوده ځنډولای شي خو پرېکړه یې نشي ردولای.
ټاکل شوې چې برتانیا د روانې میاشت پر ۳۱مه له اروپايي ټولنې څخه ووځي.