د سلیماني جنازه: له ټېل ماټېله د مړو شمېر ۵۶ ته ورسېد

په ایران کې د جنرال قاسم سلیماني جنازې مراسم.

په ایران کې د القدس ځواک د وژل شوي کماندان قاسم سلیماني په جنازه کې د ټیل ماټیل له کبله ۵۶ کسان وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

د قاسم سلیماني د جنازې مراسمو لپاره په لکونو خلک راوتلي وو.

د ایران سرکاري خبري اژانسونو تر مخه د جنورۍ پر اوومه د قاسم سیلماني په پلرني ښار کرمان کې د خلکو وژل کېدو وروسته د قاسم سلیماني د جنازې مراسم وځنډېدل. په سمدستي توګه د ټیل ماټیل وجه نه ده جوته.

د جنورۍ پر درېمه په بغداد کې د ۶۲ کلن جنرل قاسم سلیماني وژنې د ایران او امریکا ترمنځ له وړاندې ترینګلې اړیکې د لا بې یقینۍ سره مخ کړي دي او له دواړو خواو د یو بل پرضد ګواښونه شوي دي.