د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، چې پوځونه به یې د ایران کلتوري ځایونه نه په نښه کوي.
تر دې وړاندې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرې د بریدونو ګواښ کړی و.
د جنورۍ پر شپږمه د کلتوري ځایونو په نښه کولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ایسپر وویل،"موږ به د جنګي قوانین په نظر کې نیسو."
د ولسمشر ټرمپ هغه بیان چې ویلي یې ول د ایران کلتوري ځایونه په نښه کولای شي، په ایران او له دې وراخوا غبرګونونه راپارولي ول.
د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ویلي ول داسې کړنې به جنګي جرم وي.
په ۱۹۵۴ز کال کې دي هېګ کنونشن کې کلتوري ځایونو د خوندیتوب او پر دې بریدونه جنګي جرم بلل شوی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغې زیاته شوه چې تېره اوونۍ د ایران پوځي کمانډر قاسم سلیماني په یو امریکایي برید کې ووژل شو.
د جنورۍ پر څلورمه ولسمشر ترمپ پر ټویټر ولیکل که تهران د سلیماني د وژنې د غچ اخیستنې هڅه وکړي نو ایران ته مهم د ایراني کلتور ځایونه یې هم په هغو ۵۲ اهدافو کې دي چې بریدونه به پرې وکړي.