د لیبيا حکومت وايي په سرښار طرابلس کې په يوه هوايي حمله کې ۲۸ کسان وژل شوي دی.
د صحت وزارت وياند امين الهاشمي د جنورۍ په څلورمه مطبوعاتو ته ويلي چې بريد پر يو پوځي ښوونځي شوی دی. په حمله کې ۳۷ کسان زخميان شوي هم دي.
د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکي لیبيا حکومت د بريد زمه واري د قوماندان خليفه حفتار پر هغو ځواکونو اچولې چې ځان د لیبيا ملي پوځ بولي.
تر اوسه دغې ډلې په دې اړه څه نه دې ويلي. متحده عربي امارات، مصر او ځینې نور هېوادونه د خلیفه حفتر ملاتړي دي.
د جنورۍ په دریمه د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتیریش په لیبیا کې د یوه بیړني اوربند غوښتنه وکړه او له ښکېلو خواو یې وغوښتل چې د خونړي جنګ د درېدو لپاره مذاکره وکړي.
بلخوا ترکيې ويلي چې غواړي د لیبيا حکومت په غوښتنه هلته خپل پوځيان واستوي.