د مالاکنډ کمشنر ويلي دي چې دیر کې د ځنګلونو غیر قانوني پرې کولو په تور يې د ۷۱ کسانو پرضد مقدمې درج کړي دي او۴۲ کسان یې نیولي دي.
رياض خان مسعود د ديسمبر ۳۱مه په مینګوره کې یوې خبري غونډي ته په وینا کې زیاته کړه چې د نیول شویو کسانو پرضد به له قانون سره سم چلند کېږي.
بلخوا د دير شرینګل د مشرانو جرګه وايي چې کمشنر د جرګې سیوري لاندې عدالت لخوا په ضمانت خوشي شوي کسان نیولي دي چې د قانون او رواج سرغړونه ده.
مشال راډیو سره په خبرو کې د جرګې غړیو ویلي که چیرې نیول شوي کسان خوشي نه شول نو احتجاج به پېل کړي.