د خیبر سیاسي اتحاد پرلت د جنورۍ تر لومړۍ غځولی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر سیاسي اتحاد د لواړګي د یوه ځوان وژنې او د یو شمېر کسانو ګرفتارۍ ضد احتجاجي پرلت د جنورۍ تر لومړۍ نېټې غځولی دی. د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو مشرانو د ډېسېمبر پر ۲۹مه د لواړګي په باچا خان څلورلاره کې په وینا کې غږ وکړ چې حکومت دې یې غوښتنې ومني. انتظامیې د ډېسېمبر پر ۲۶مه په سیمه کې له قبایلي مشرانو سره په جرګه کې یو شمېر غوښتنې منلې وې او د بندي اتو کسانو خوشې کولو ژمنه یې هم کړې وه. ویډیويي رپورټ.