پولیس وايي، وسله والو د ډېسېمبر پر۲۶مه، په پېښور کې یو قبایلي مشر وژلی دی.
د پېښور د کلیوالو سیمو د پولیسو یوه مشر رحیم حسین د پنجشنبې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې وزیر اکبر د خیبر یو ځايي مشر وو او د مترې تاڼې په حدودو کې په خپل ګاډي کې روان وو چې وسله والو ورباندې ډزې وکړې.
د ده په خبره، له وزیر اکبر سره په ګاډي کې ناست کس له بریده روغ وتلی.
په خیبر کې د مشال راډیو خبریال وايي، وژل شوی قبایلي مشر د ملتپاله سیاستوال او وکیل لطیف اپرېدي د تره زوی وو.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.