خوست: بمي چاودنې پنځه کسان ټپيان کړي

په خوست کې د بمي چاودنې ځای

د ډېسېمبر پر۲۶مه سهار مهال د خوست ښار مجاهد څلور لارې ته څېرمه بمي چاودنه شوې، چې پنځه ولسي وګړي په کې ټپيان شوي دي.

د خوست امنيه قوماندنۍ وياند حيدر عادل مشال راډيو ته وويل، له دې سيمې د افغان امنيتي ځواکونو کاروان د تيرېدو په حال کې وو، چې د سړک غاړې ماين چاودنه پسې وشوه.

د پېښې عيني شاهدان وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ولايتي قواوو کاروان له دې ځايه تيرېده.

تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

په دې ځاى کې مخکې هم څو ځلې په امنيتي کسانو او پوځي کاروانونو ورته چاودنې شوې دي.