خوست کې یو موټر بم او دوه کسان نیول شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان د خوست چارواکي وايي، چې د ډېسېمبر پر۱۹مه شپه د افغان ځواکونو لخوا د خوست ښار اړوند سیمه کې یو موټر بم او دوه کسان ورسره نیول شوي دي. چارواکي زیاتوي، یادو ځواکونو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې هم عملیات کړي او د پاکستان د ګلګت سیمې یو اوسیدونکی چې یو نیم کال مخکې تښتول شوی وو، هغه يې ازاد کړی او په دې تور يې هم پنځه کسان لاس په لاس نیولي دي. نور حال د نجیب الله الوخیل په ویډیويي راپور کې.