په پاکستان کې پر ګوزن د اخته ماشومانو شمېر ۱۱۱ ته لوړ شو.
په دې کې ۷۹ د خیبر پښتونخوا ماشومان دي. د ګوزڼ ضد څاڅکو کمپاین یو چارواکی ډاکټر محمد سلیم بېګا مشال راډیو ته وویل سږکال په اپرېل کې د ګنګوسو له وجې ځینو مېندو پلرونو خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد له څاڅکو ورکولو انکار وکړ چې له کبله یې سږ کال زیات ماشومان ګوزڼ ووهل.
ډاکټران وایي، د ګوزڼ ضد واکسین محفوظ دی او د رنځ مخنیوي په خاطر یې باید هر ماشوم وڅکي.