اشرف غني: له فساد سره مبارزه کې ګډې ژمنې ته اړتیا لرو

ښاغلی غنی وایی په عایداتي څانګو کې ډېر فساد موجود دی.

کابل ـ د افغانستان ولسمشر وایی، په تېرو دورو کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د اجماع نيشتوالی جدي ستونزه وه.

په افغانستان کې اداري فساد هغه ستونزه ده چې له امله یې لاهم پرحکومت نیوکې کیږي او د افغانستان نوم ته یې په نړیواله کچه ډیر زیان اړولی دی.

خو محمد اشرف غنی د ډېسېمبر پر ۱۵مه، له اداري فساد سره د مبارزې په کلني کنفرانس کې وویل چې د فساد د جرړو د ایستلو لپاره عمومي ژمنه ډېره مهمه ده: ​

"مونږ په تېرو دورو کې له فساد سره د مبارزې لپاره اجماع نه درلوده او له اجماع پرته په دې برخه کې چټک اقدامات ستونزمن وي. مونږ له فساد سره د مبارزې په برخه کې ګډې ژمنې ته اړتیا لرو او د قانون حاکمیت په دې اړه ترټولو مهم دی. د قانون په حاکمیت کې هرډول منفي مداخله د هر چارواکي له لوري چې وي باید جرم وګڼل شي."

ولسمشرغني څرګنده کړه چې اداري فساد لاهم په افغانستان کې لویه ستونزه ده او د دې پدیدې د جرړو د ایستلو لپاره باید مدیریت پیاوړی شي او د نورو اړینو اقداماتو ترڅنګ په دولتي ادارو کې دې د ټېکنالوژۍ واحد سیسټم هم عملي شي.

هغه وویل چې د نورو برخو ترڅنګ په عایداتي څانګو کې ډېر فساد موجود دی او د غیرقانوني مداخلو له امله لا هم نیمایي عواید د حکومت خزانې ته نه رسېږي.

خو افغان ولسمشر په تېرو پنځو کلونو کې د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د پام وړ اقداماتو خبره هم وکړه.

هغه وویل چې سیسټمونه اصلاح شوي، قوانین رامنځته شوي، تر ډېره بریده په ملکي او امنیتي برخو کې د خیالي کارکوونکو مخه نیول شوې، لسګونه لوړ رتبه چارواکي چې په فساد کې ښکېل وو مجازات شوي او د استخدام پروسه شفافه شوې ده.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس وایي چې لاهم په دې هېواد کې اداري فساد د ټولو لپاره جدي موضوع او د پرمختګونو پر وړاندې ستر خنډ دی.

د امریکا سفیر چې په غونډه کې یې ګډون کړی وو، وویل چې اداري فساد له افغانستان سره نړیوالې مرستې اغیزمنې کړي او دا پدیده لامل شوې چې د مرستو د پام وړ برخه شخصي جیبونو ته ولاړه شي.

افغان حکومت وایي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې هغه ۱۰۲ شاخصونه چې له نړیوالو سره یې د عملي کولو ژمنه شوې وه ۸۲ یې عملي شوي او د نورو د تطبیق لپاره یې هم هلې ځلې روانې دي.

ولسمشرغني هم ټینګار کوي چې د اداري فساد سره د مبارزې د لا اغیزمنتیا لپاره د موازي او غیرموثرو ادارو مخنیوی اړین دی او د هغو پیسو په اړه دې هم باید حساب ورکړل شي چې د ځینو نړیوالو ادارو له خوا په افغانستان کې لګول کیږي.