کابل - د افغانستان پروان ولايت په باګرام کې د امريکايي ځواکونو د مېدان سره نيزدي يو ځانمرګي بريد کې يو کس وژل شوی او ۸۰ زخميان شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې حمله دوی کړي ځکه چې باګرام د امريکايانو لوي مرکز دی. په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو يو ویاند ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو بریدګرو د د دوی د مرکز سره نيزدي روغتیايي مرکز ته چې د سیمې خلکو ته یې خدمات وړاندې کول سخت زیان رسولی دی خو په برید کې امریکايي یا اییتلافي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
د هغه په خبره افغان ګډو ځواکونو او بهرنیو عسکرو د بریدګرو حمله په شا تمبولي ده او د برید پرمهال د بګرام هوايي اډه خوندې وه.
په بګرام کې د امریکايي ځواکونو یو لوی شمېر سرتېري میشت دي. په بګرام کې دا برید داسې مهال شوی چې طالبان په قطر کې له امریکایانو سره پر افغان سولې او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې کوي. د سياسي چارو پوه، خالد سادات نن مشال راډيو ته وويل داسې ښکاري چې دا حمله د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو خرابولو لپاره شوې ده.
تر دې مخکې په سپتمبر مياشت کې امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امريکايانو سره خبرې له دې کبله ودرولې چې طالبانو د مذاکراتو پر مهال په يوه بريد کې يو امريکايي سرتيری وژلی وو.
په روغتونونو کې د زخميانو درملنه روانه ده
په دې حملو کې د بګرام هوايي اډې یوې څنډې ته یو روغتیايي مرکز ډېر زیانمن شوی. د سیمې خلک چې په خپلو کورونو کې و د ښېښو د ماتېدو او د ځينو کورونو د ورانېدو په نتیجه کې ژوبل شوي.
په پروان ولایت د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي ازادي راډیو ته د دې شمېرو د ورکولو ترڅنګ ويلي چې د زخميانو درملنه روانه ده.