چارواکي: د ډاکتر ناکامورا د وژنې په تور دوه کسان نیول شوي

جاپاني ډاکټر تېڅو ناکامورا له اوږدو کلونو راهېسې یې په ختیځ کې د اوبو لګولو، کرنې او روغتیا پر یو شمیر پروژو کار کاوه.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ډاکټر ناکامورا په وژلو کې د لاس لرلو په تور دوه کسان نیول شوي او همدارنګه د دې پېښې د څېړنې په هدف له مرکزه یو پلاوی جلال اباد ته ورغلی دی.

د ننګرهار امنيه قوماندان محمد اېمل نيازي خبریالانو ته وویل چې د جاپاني مرستندویه کارکونکي ناکامورا د قتل په تړاو د پوليسو له لورې دوه کسان نيول شوي او پوښتنې ګرویږنې ترې روانې دي.

نوموړې د دې کسانو د هویت په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې د نیول شویو کسانو له کورونو یې وسلې او پوځي تجهیزات ترلاسه کړي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل نن د امنیې قومندانۍ په انګړ کې خبریالانو ته وویل، د ډاکټر تېڅو ناکامورا په وژنو ککړو کسانو موندلو لپاره د ولايتي ادارې په مشرۍ ګډو امنيتي ځواکونو هلې ځلې چټکې کړي او له مرکزه هم تخنيکي ټيم د مرستې په موخه ور رسېدلی دی.

جاپانی ډاکتر تېڅو ناکامورا چې له اوږدو کلونو راهېسې یې په ختیځ کې د اوبو لګولو، کرنې او روغتیا پر یو شمیر پروژو کار کاوه، تیره چارشنبې په ننګرهار کې ناڅرګندو وسله والو له خپلو پنځو ساتونکو سره په ډزو وواوژه.