پکتیکا: په خیرکوټ او جانيخېلو کې روغتون، ډانګې او سړکونه رغېږي

د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکنی چې د پنجشنبې په ورځ د ځینو ولایتي مسوولینو په ملتیا یادو ولسوالیو ته ورغلی وو، رسنیو ته وویل، چې پدې کې یوه په جاني خېلو کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دېرش بستریز روغتون پروژه، خیر کوټ کې د دوه استنادي دیوالونو او د ۷ کیلومتره په اوږدوالي د خامه سړک د جوړولو پروژې شاملې دي.

په جانيخېلو کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دېرش بستریز روغتون ودانېږي. 

په خیر کوټ کې د دوو ډانګو (استنادي دېوالونو) او د ۷ کیلومتره په اوږدوالي د خامه سړک جوړولو پروژې شاملې دي.

د خیرکوټ او جاني خېلو قومي مخورو هم له ولایتي ادارې مننه وکړه چې د دوی د غوښتنو سره سم يې په یادو سیمو کې پروژې پیل کړې.

د پکتیکا د جاني خېلو او خیرکوټ ولسوالیو مشرانو او ځوانانو د ولایتي ادارې له مسوولینو وغوښتل، چې په یادو سیمو کې نورو برخو کې هم د اساسي پروژو پلي کیدو ته پاملرنه وکړي.

د خیرکوټ او جاني خېلو  مشرانو ډاډ ورکړ، چې د یادو پروژو په پلي کیدو کې به د امنیت په ګډون هر ډول همکاري کوي.

پکتیکاوالو مشرانو وویل، د حکومت او ولس تر منځ د متقابلې همکارۍ لاره داده، چې د دوی اړتیاوې او غوښتنې واوریدل شي او په عملي کیدو کې يې د دې دریو پروژو په شان عملي کارونه وشي.