عراق: چاودنو پنځه کسان وژلي

عکس له ارشیفه

د عراق چارواکو اسوشيیېټېډ پرېس ته د نومبر پر۲۶مه ناوخته ویلي، په بغداد کې په درېوو پرله پسي چاودونو کې پنځه تنه وژل شوي او له ۱۰ زیات ټپیان شوي دي.

د اژانس په خبره، دا پلان شوي بریدونه ښکاري.

تر اوسه د دې چاودنو ذمه واري چا نه ده منلې. دا په عراق کې له شااوخوا دوو میاشتو راهیسې د درغلیو او خرابې حکومتداری پر سر د حکومت خلاف د احتجاجونو وروسته لومړنی پلان شوی برید دی.

د یو بل خبر له مخې، په بغداد کې د نومبر پر۲۶مه سهار د امنیتي ځواکونو او احتجاجیانو ترمنځ په نښتو کې یو احتجاجي وژل شوی او ۲۱ تنه ټپیان شوي دي.

امنیتي ځواکونو او د روغتون چارواکو ویلي، دا احتجاجیان له احرار پله سره نېږدې د امنیتي ځواکونو لخوا د ربړ ګولو له وجې مړ شوی دی.

په عراق کې احتجاجیانو د امنیتي ځواکونو په وړاندی درې مهم پلونه احرار، جمهوریه او سیناک نیولي دي.

په دې هېواد کې د اکتوبر له لومړۍ نیټې راهیسې د درغلیو پرضد په زرګونه کسان چې پکې زیاتره ځوانان دي، احتجاجونه کوي.

په دې احتجاجونو کې له ۳۴۰زیات کسان وژل شوي دي.