امریکا وايي د ایراني ولس ملاتړ کوي

په اصفهان کې هم خلکو مظاهرې کړي دي.

په ايران کې د مظاهرو پر مهال د يو تن تر وژل کېدو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي چې دوی به د ايران د خلکو تر څنګ ولاړ وي.

مايک پامپيو د نومبر پر۱۶مه، په ټويټر کې ليکلي، دوي يو نيم کاله مخکې ويلي ول چې امريکا د ايراني ولس تر څنګ ولاړه ده.

په ایران کې د پټرولو د نرخ د لوړېدو پرضد پرون ( د نومبر ۱۶مه) په دويمه ورځ هم مظاهرې وشوې چې یو تن په کې وژل شوی دی.

په نړۍ کې انټرنيټ ته د لاس رسي څارونکې ادارې (نيټ بلاکس) ویلي چې په ايران کې انټرنيټ بند دی.

امريکا د ایران دا ګام غندلي دی.

د امريکا له لوري د ايراني ولس د ملاتړ خبره په داسې وخت کې شوې چې د ايران د کورنيو چارو وزير سرکاري تلویزون ته ويلي چې د حکومت ضد مظاهرو قابو کولو لپاره يې امنيتي ځواکونه ليږلي دي.

د ایران په بیلابیلو ښارونو کې، د حکومت له هغې پرېکړې وروسته خلکو پر مظاهرو لاس پورې کړی چې ویې وویل، د خلکو لخوا د تېلو د اخیستو لپاره به یوه پیمانه ټاکي او په سملاسي ډول یې د تېلو بیې هم لوړې کړې دي.

حکومت وايي، د امریکايي بندیزونو له وجې د پیدا شوي اقتصادي بحران د قابو کولو لپاره یې د تیلو د اخیستو پر مهال خلکو ته معین سهم ټاکلی.