افغان حکومت د حقاني شبکې درې غړي پرېښول

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

افغان حکومت د انس حقاني په ګډون د حقاني شبکې درې مهم بندیان پرېښول. په حقاني شبکه پورې تړلي دا درې واړه بندیان یې په افغانستان کې د کابل پوهنتون د دوو پروفېسرانو چې یو یې امریکايي او بل هغه اسټرالوی دی، په بدل کې خوشې کړل. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نومبر پر ۱۲مه په یوه مستقیم خبري کنفرانس کې وویل، چې درې واړه بندیان یې د باګرام له زندانه ازاد کړل. په دې اړه د ظفر کریمي ویډیويي رپورټ وګورئ.