د کنډاک د کنډر سکول ماشومان ودانۍ غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سوات د بريکوټ تحصیل په کنډاک کلي کي يو داسې سکول هم شته چي د تېرو پنځوسو کلونو راهېسې خپله ودانۍ نه لري. په دې سکول کې سلګونه زده کوونکي د کرایې په یوه ودانۍ کې په داسې حال کې پر زده کړو بوخت دي چې نه د ناستې لپاره چوکۍ لري او نه هم د کتابونو د اېښودو لپاره مېزونه. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د سکول چار دېواري دې ورته جوړه کړي. نیاز احمد خان پرې راپور لري.