د ایران زلزله کې د ژوبل شوو شمېر ۵۲۰ تنو ته ورسېد

په ایران کې د زلزلې وروسته ویجاړ شوي ودانۍ

د ايران سرکاري ټېلېويژن وايي چې د نومبر پر اتمه د راغلې زلزلې له کبله د ژوبل شوو کسانو شمېر۵۲۰ ته ورسېده.

ویل کېږي د زلزلې کچه ۵،۹ او ژوروالې یې ۱۰ کلومیټره وه.

د نومبر پر نهمه راپور وروسته له هغې خپور شو چې د لرې پرتو۸۰ کليو کې امدادي کاروايي سرته ورسېدې چې دې زلزلې شمال مشرقي ازربایجان صوبه یې ډېره ځپلې ده.

د راپور له مخه ۲۸ کسان په روغتونونو کې د درملنې لپاره بستر شوي او نور معمولي ژوبل شوي ول چې د ابتدايي طبي مرستو وروسته کورونو ته استول شوي دي.

دې زلزلې پنځه کسان وژلي هم دي.