د عمران خان تر استعفی مارچ نه ختموو: مولانا فضل الرحمن

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د نومبر پر۷مه د ازادي مارچ ګډونوالو ته په خپله وينا کې د جميعت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن يو وارې بيا د وزيراعظم عمران خان د استعفی په غوښتنه سره وويل چې د تېر کال انتخاباتو پلټنو لپاره ورته هېڅ قسمه قامي کميشن د منلو وړ نه دی. بلخوا د مارچ ګډونوالو ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وويل له بده مرغه منتخب حکمرانان له خپلې خارجه پاليسۍ څخه هم خبر نه دي ځکه چې هغوی يې نه جوړوي او دا وجه ده چې ورځ پر ورځ پاکستان په نړۍ کې يواځې کېږي. د احمدالله او عمران یونس ویډيو