ازادي مارچ په کامیابۍ سره مخ پر وړاندې دورمي: میا افتخار

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سېکرېتري میا افتخار حسین د خپل مشر اسفندیار ولي خان په مشرۍ به یې ګوندي کاروان په ازادۍ مارچ کې د برخې اخیستو لپاره په پنجشنبه اسلام اباد ته روانیږي. د مشال راډيو له خبریال غلام غوث سره په خبرو کې نوموړي وویل چې د حکومت خلاف د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ ازادي مارچ په کامیابۍ سره روان دی.