د بلوچستان های کورټ د دې صوبې په پوهنتون کې د پټو ویډیو جوړونکو ککړو کسانو خلاف د ژر تر ژره کارروایې امر کړی دی.
د اکتور پر ۲۹مه په عدالت کې د دې پېښې اوریدنه وشوه چې پکې د پلټنو مرکزي ادارې د پټو کېمرو په اړه راپور وړاندې کړ.
عدالت ویلي چې دا راپور به د ولس احترام په خاطر پټ ساتي.
د اکتوبر پر۳۰مه د بلوچستان وکیلانو اتحادې پخواني مشر نصیب الله ترین مشال راډیو ته وویل چې د ککړو کسانو پرضد دې بې له توپیره کارروايي وشي.
د روانې میاشتې په لومړیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شول چې په بلوچستان پوهنتون کې پټې کیمرې لګول شوې وي او د اېف ای اې یو چارواکي امریکا غږ راډیو ته ویلي چې د انتظامیې ځېنو مشرانو د دې پېښې وروسته ښځینه زده کوونکې تنګولې.
بلخوا د پوهنتون وایس چانسلر جاوید اقبال د پلټنو مکملېدو پورې ځان له دندې ګوښه کړی وو.