مفتي سلطان محمد په باجوړ کې خاورو ته وسپارل شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په باجوړ کې د جمعیت علما اسلام ف د وژل شوي د تحصیل مشر مفتي سلطان محمد د جنازې مراسم نن د اکتوبر پر ۲۹مه په واړه ماموند بدان کلي کې ترسره شول چې پکې ګڼو خلکو ګډون وکړ. مفتي سلطان محمد په ۱۹۸۱ز کې په باجوړ بدان کلي پیدا شوی و. هغه د ۲۰۱۹م د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ په انتخاباتو کې د کاندید په توګه برخه اخیستې وه او ۹۲۲۵ رایې یې اخیستی وې. پر نوموړي د اکتوبر په ۲۸مه وسله والو هغه مهال ډزې کړې وې چې له کوره جومات ته روان و. هغه لومړی زخمي و چې بیا وروسته پهد پېښور په یو روغتون کې یې ساه ورکړه. د مفتي سلطان محمد د ژوند او کار په اړه ظفرخان په باجوړ کې د ځایي خبریال او د مفتي سلطان محمد له یو ملګري مفتي بلال یاسر سره مرکه کړې.