د کابل - واشنګټن اړیکو کې د رباني رول ستایو: د امریکا سفیر

په افغانستان کې د امریکایي سفیر جان بس

په کابل کې امریکایي سفیر جان بس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرستۍ د صلاح الدین رباني د استعفی په اړه په غبرګون کې د کابل او واشنګټن په تعلقاتو کې د هغه رول ستایلي او له هغه یې مننه کړې ده.

جان بس په یوه ټویټ کې لیکلي خوشاله دی چې صلاح الدین رباني پلان لري چې د افغانستان خدمت لپاره د خپلې کورنۍ دود ژوندی وساتي.

صلاح الدین رباني د اکتوبر پر ۲۳مه د بهرنیو چارو وزارت له سرپرستۍ استعفی وکړه.

رباني د خپلې اسعتفی رسمي لیک پر ټویټر خپور کړی دی او لیکلي دي چې په داسې حالاتو کې نور کار نه شي کولای چې پکې ریاستي ادارو ته تاوان رسېږي، خو افغان ولس ته به سیاسي خدمت جاري وساتي.

د افغانستان ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي د اکتوبر پر ۲۳مه په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان د اساسي قانون پر اساس ولسمشر د صلاح الدین رباني استعفی منلې ده.