په شام کې بمبارۍ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د شام په راس العین ښارګوټي کې د ترکیو ځواکونو له لوري د شوي برید له ځایه لوخړې خېژي. ۲۰۱۹، ۱۳ اکتوبر

د شام په شمال ختيځو سيمو کې د ترکيې په مشرۍ بمبارۍ کې د اکتوبر پر۱۴مه ولسي وګړي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا په مشرۍ دغلته کې د ترکيې او کرد ملېشو ترمنځ اوربند وړمه شپه عملي شو.

په بريتانيا کې دېره د شام بشري حقونو د څار اداره وايي دغه ۱۴ کسان د ترکيې په هوايي بريدونو او د دوی د شامي اتحادیې وسله والو لخوا په مارټر ډزو کې وژل شوي دي.

د څارډله وايي، د کردانو په مشرۍ د شام جمهوري ځواکونو اته جنګيالي هم په دې کې وژل شوي دي.

د جمهوري ځواکونو وياند ویلي دي ترکي ځواکونه د ډزبندۍ له هغه تړون سرغړونه کوي چې پر۱۷مه اکتوبر انقرې ته د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پېنس د دورې پر مهال رامنځته شوی و.

نوموړي زياته کړه، په راس العېن کې په روغتون، ولسي ابادۍ او د جنګياليو په ځايونو هوايي او ځمکنۍ حملې روانې دي.

د شام په شمال ختيځو سيمو کې د شوي ډزبندۍ د تړون له مخې په دغه سيمو کې به د پينځو ورځو لپاره جنګ ولاړ وي او امريکا به له هغه خوندي سيمې د کرد ځواکونو وتو ته زمينه برابروي د کومې رامنځته کولو لپاره چې ترکي عمليات پېل کړي.