د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ ملا بهرام خوشی شو

ملا بهرام

پراګ: په بلوچستان صوبه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ ملا بهرام وايي د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو ترې غوښتنه کړې چې له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه لاس واخلي.

نوموړي له څه کم پنځه میاشتې بنده وروسته د اکتوبر پر ۱۸مه د کوټې له زندانه تر خوشي کېدو وروسته مشال راډیو ته وویل ، هم پرې تشدد شوی او هم ورته د مراعاتو وړاندیزونه شوي وو.

"پر موږ یې ډېر تشدد وکړ. له ما سره یې بیا بیا رابطه وکړه چې له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه لاس واخله نو موږ به تا ته مراعات درکړو. ما ورته وویل چې زموږ قام چې نن سبا له څنګه ترهګرۍ سره مخامخ دی او له کوم حالت سره مخامخ دی نو زموږ هوکړه به یوازې پر دې وي چې تاسو له دې کاره لاس واخلی"

ملا بهرام وویل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر کسان لا هم د بلوچستان او ملک په نورو زندانونو کې پراته دي او ریاستي ادارې پرې تشدد کوي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو مشال راډیو ته وویل ، دا دوی د حکومت تګلاره نده چې پر بندیانو تشدد وکړي.

"انسانان ټول یو رنګه نه وي. په ادارو کې ښايي داسې کسان وي چې خپلې غصې سړوي. خو دا د حکومت تګلاره نده چې پر بندیانو به تشدد کېږي"

ملا بهرام وویل چې د ده او ملګرو ګرفتارۍ یې ناقانونه دي او د پاکستان ریاستي ادارې باید قانون ته احترام وکړي.

د ملا بهرام د مقدمې وکیل اډوکېټ برخوردار اڅکزي مشال راډیو ته وویل چې حکومت پر ملا بهرام د پورې کړو تورونو په اړه هیڅ ثبوت وړاندې نکړ.

"سرکار جواب راوړ خو په هغه کې هیڅ ثوبت نه وو نو جج ورته ډېر په غصه شو او ورته ویې ویل چې تاسو له انساني حقونو سرغړونه کړې ده او له خپلو اختیاراتو مو ناوړه ګټه اخیستې ده"

خو ضیا لانګو وویل ، هر څوک چې د پاکستان پر ریاستي ادارو نیوکې کوي او پرضد یې ولس راپاروي نو هغوی به نیول کېږي او په زندان کې به اچول کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین مشال راډیو ته وویل چې د دوي مبارزه د پاکستان په آیین کې دننه د خپلو حقونو لپاره ده.

منظور پښتین د غورځنګ د بندي غړو په اړه وویل ، "قیوم اتمانخېل ، قیوم ملازی ، کاکا شفیع ترین او قاسم اڅکزی د بلوچستان په جېلونو کې دي خو ناظم ظاهر نورزی لا نده مالوم چې دوي چېري وړی دی."

ده زیاته کړه چې "ملا طاهر په کراچۍ کې ، شېراز مومند په اټک کې ، کریم لالا په مردان کې ، بلال پښتون ، عارف وزیر ، جمشید او دوست محمد په هريپور ، انور پښتین ، شاه فیصل غازي ، احنیف پښتین او ورسره دوه نور کسان د بنو په زندان کې او مصطفی پښتین د ټانک په زندان کې بند دی."

پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کوي چې د پښتنو پر خاوره د ترهګرۍ ترشا د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې دي او دوي پر خپله خاوره امن غواړي.

خو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي وايي دا تور ردوي او دا د ملک بدنامولو یو بهرنۍ ایجنډا بولي.