شوکت پنیال شپېلۍ او د پوکي نور سازونه غږوي

د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په خپرونه کې مو نن کې له پېښور مېشتي موسیقار شوکت پنیال سره خبرې کړې دي.

ده خپلې لومړنۍ هنري زده کړې له پلاره کړې دي او وروسته یې له نورو استادانو څخه هم سازونه زده کړي.

پنیال د پوکي یو شمېر سازونه لکه شپېلۍ، سورنی، سیکسافون، کلیرېنېټ او ځینې نورې ورته الې غږوي.

نوموړي د "نلوفون" په نوم یوه اله هم جوړه کړې چې په وینا یې، جوړول یې اسانه خو غږول یې ګران دي.

د ده خبرې او ځینې نغمې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د شوکت پنیال خبرې او نغمې