یوه کمېټۍ د بلوچستان پوهنتون وېډيو رسوايي پلټي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ سپيکر مير عبدالقدوس بزنجو د ويډيو سکېنډل د پلټنو لپاره د یوې لس کسيزې کمېټۍ جوړولو اعلان د ايالتي اسمبلۍ په روان اجلاس کې وکړ. د قدوس بزنجو په وينا د هر ګوند يو يو غړی به په کمېټۍ کې شامل وي او د ويډيو د سکېنډل پلټنې به کوي.