د امریکا دوه جګپوړي ډیپلوماټان ترکیې ته ځي

د شام په راس العین ښارګوټي کې د ترکیو ځواکونو له لوري د شوي برید له ځایه لوخړې خېژي. ۲۰۱۹، ۱۳ اکتوبر

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په شام کې د ډزبندۍ لپاره د اکتوبر پر ۱۶مه مرستیال ولسمشر لوړ پوړې ډيپلوماټ او د ملي امنیت سلاکار انقرې ته استوي.

په عین حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، هغه به هېڅ کله هم د شام په شمال کې د ډزبندۍ امر ورنکړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس دفتر د نوموړي په حواله په یو بیان کې ویلي چې هغه به د اکتوبر پر ۱۷مه له ولسمشر اردغان سره ملاقات کوي او په سمدستي توګه د ډزبندۍ او د مزاکراتو له لارې د جوړ جاړي لپاره د شرایطو په لړ کې به د امریکا پر ژمنو خبرې کوي.

بلخوا ولسمشر اردغان له ازرباييجانه د بیرته تللو پر مهال خبریالانو ته ویلي، هغوی راته د ډزبندۍ اعلانولو ویلي خو کله به یې هم اعلان نه کړو.

د امریکا دا وفد له هغې دوه ورځې وروسته سفر کوي چې ولسمشر ټرمپ د ترکیې د کابیني په درو چارواکو بندیزونه ولګول او د دې هېواد په سټیلو یې ټېکسونه زیات کړ.

د ډیموکریټ او ریپبلکن ګوندونو غړو ویلي ول، ترکیه به له سختو اقداماتو سره مخامخ شي.

د ډیموکریټ ګوند سینټر کریس وان هولن ویلي، د دوی لخوا وړاندیز شوې بندیزونه به سخت وي او تر څو چې ترکیې د شام د کردانو پرضد جارحیت ختم کړې نه وي او له نیول شوو سیمو څخه یې خپل ځواکونه او ملاتړې قواوې لیرې کړي نه وي، دا بندیزونه به عملي وي.