ایرانیو ښځو په لومړي ځل په لوبغالي کې فوټبال ولید

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په ایران کې پر ۱۹۷۹ز د اسلامي انقلاب له وجې پر ښځو لوبغالي ته د ورتګ بندیز لګېدلی وو. ښځو له هغه وخت راهیسې نشوه کولای چې د سړیو لوبو نندارې ته ورشي خو د یوې ښځې تر ځانوژنې وروسته پر ایراني رژیم فشار زیات شو او د اکتوبر پر ۱۰مه یې په لومړي ځل ښځو ته د سیالي لیدو اجازه ورکړه. په اړه یې د رویټرز، اسوشيېټېډ پرېس او د فرانسې خبري اژانس ویډیو وګورئ.