شام کې د کردانو ضد له ترکيو پوځي عملیاتو زرګونو وګړي کډې کړې

د شام په ختیځ کې د ترکي ځواکونو عملیات.

د ترکیې لخوا په شام کې د کرد ځواکونو خلاف د عملیاتو تېزولو په نتیجه کې په زرګونو کسانو له خپلو کورونو کډې کړي او په لسګونه وژل شوي دي.

د امریکا په کانګریس کې خبرې روانې دي چې د شام په شمال ختیځ کې د کارروايۍ پر سر پر انقرې بندیزونه ولګول شي.په عین حال کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اکتوبر پر ۱۰مه وویل چې ((د ترکیې او کردانو ترمنځ د تړون لپاره منځګړتوب ته تیار دی.))

په شام کې د ترکیې تر کارروایۍ مخکې نوموړي امریکايي سرتېري له سیمې ایستلي ول.

هغو سرتېرو په سیمه کې د کرد ځواکونو مرسته کوله.

ولسمشر ټرمپ پر ټویټر لیکلي وو چې په دریو انتخاباتو کې یوه لار لري. یا خو دې په زرګونو سرتېري ولیږي او پوځي بریا ولري، پر ترکیې سخت مالي بندیزونه ولګوي او یا بیا د ترکیې او کردانو ترمنځ منځګړتوب وکړي.

د امریکا په کانګریس کې د ریپبلیکن ګوند یو شمېر غړي د توقع خلاف د ولسمشر ټرمپ لخوا له شامه د خپلو ځواکونو د ویستلو د اکتوبر شپږمې د اعلان مخالفت کوي.